د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس زابل ولایت ته ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۱۷
zvxc

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس الحاج مولوي بسم الله«نعماني» د یو تخنیکي ټېم په ملتیا، د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې آمریتونو د غړو لپاره، د زده کوونکو او ښوونکو د دقیقو ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په موخه، د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیست.

د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس په خپلو خبرو کې د کارکوونکو د کاري او مسلکي وړتیاوو لوړول د چارو د لاښه پرمختګ یو مهم بنسټ وباله او له ګډون والو یې وغوښتل تر څو د یاد سیمینار له منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، په دغه سیمینار کې د رسمي او خصوصي ښوونځيو څخه ۱۳۱ تنه آمرین ګډون لري، چې د احصائیې او معلوماتو ریاست د مؤظفو ټېمونو له لوري یې څارنه کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لپاره د یو عراده تېز رفتاره موټر په تهیه کولو او پېرودلو پروسه کې برخه واخلي او د اړوندې پروسې شرط‌پاڼه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به. . .

BACK TO NEWS