د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS رئیس د بغلان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۳۲
14

د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني چې د رسمي چارو په موخه بغلان ولایت ته تللی، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي سره په کتنه کې، د پوهنې اړوند پلانونو، پرمختګونو او د پوهنیزو ستونزو د هواري په موخه، یو له بل سره مفصلې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS رئیس په مشرۍ پلاوي، د پوهنې د معیاري مېتودونو په اړه د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاست مسئولینو وړتیاوو لوړولو په موخه یو روزنیز سیمینار هم دایر کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې غونډه کې د پلاوي مشر د کاري پلانونو په ترتیب او چمتو کولو کې د ادارو د سمو احصائیو او ارقامو شتون اړین وباله او له ګډون والو یې وغوښتل چې د سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدا راز نوموړي د ښوونې او روزنې ارزښت او د ښوونکو مسئولیتونو ته په اشارې سره وویل: پوهنه په ټولنه کې د یوې زانګو حیثیت لري، څوک چې په دې زانګو کې روزل شوي دي، کولای شي د هېواد پرمختګ لپاره هلې ځلې او خدمتونه ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه: لکه څنګه چې یوه ټولنه ښوونې او روزنې ته اړتیا لري، نو دا د ښوونکو او استادانو دنده ده چې د هېواد بچیانو په وړاندې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړي.
ورپسې د بغلان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS د رئیس له راتګ خوښي څرګنده کړه او د یاد ولایت د احصائیې له رئیس څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو د پوهنې کارکوونکو وړتیاوو لوړولو په موخه، ځانګړي ورکشاپونه او سیمینارونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۳
Background image

په بامیان کې د حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو ته حرفوي وسایل ووېشل شول

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو د عملي زده‌کړو پیاوړتیا او مسلکي مهارتونو پراختیا په موخه، یو شمېر حرفوي وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS