د پوهنې وزارت د استخدام رئیس بغلان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۳:۵۶
سیبلاادئ

پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د ښوونځیو اداري، تدريسي او ښوونیز چاپېریال له نیږدې څخه وارزاوه. همدارنګه نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي سره په ګډه، د خوست ولسوالۍ له قرغن،ګردنی تل،گنجک، پلفی، میان شهر او ملا عبدالودود ښوونځيو څخه لیدنه وکړه او د یادو ښوونیزو بنسټونو د تعلیمي وضعیت ارزولو ترڅنګ یې، مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل. د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د اړونده چارواکو ستونزې واورېدې او په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه. په ورته مهال د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د پوهنې وزارت د استخدام ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، چې د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې به خپلې ورځنۍ چارې په پوره لېوالتیا پر مخ وړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS