د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی بادغیس ولایت ته ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
ظیبلبال

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یادو سفرونو په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد. په پیل کې نوموړي د بادغیس له پوهنې رئیس الحاج مولوي محب الله احسان او مسئولینو سره په کتنه کې، دپلاوي د سفر موخې له هغوی سره شریکې کړې. ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د خپلو اړوندو ادارو د دندو لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو سره په ملتیا قادس ولسوالۍ ته ولاړ او د حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه)، حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) له مدارسو، د حضرت سلمان بن فارسی «رضی الله عنه» له دارلعلوم او د حمعیت قادس لېسې څخه لیدنه وکړه. نوموړي په ​​هغه کتنه کې چې د يادو ښوونیزو بنسټونو له مسئولينو او استادانو سره يې درلوده، په خپلو خبرو کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې: د مدارسو او ښوونځيو د ستونزو په هواري کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او د هېواد د پوهنیز نظام لاښه والي لپاره به تر خپل توان پورې هر ډول هڅې وکړي. د پوهنې وزارت سرپرست مسئولینو او استادانو ته په خطاب کې وویل: هڅه وکړئ چې د پوهنې کیفیت لوړ کړئ، ترڅو په راتلونکي کې داسې با استعداده او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې کړئ، چې په نړۍ کې مثال ونه لري. د يادونې وړ ده، د پوهنې او نورو سيمه ييزو رياستونو مسئولينو، استادانو، علماءکرامو، د خلکو استازو او د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو له خوا، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي څخه تود هرکلى وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس تخار ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د پوهنې اړوندو مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه، تخار ولایت ته ورسېد. نوموړي د تخار له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د پوهنې وزارت د استخدام رئیس بغلان ولایت ته رسمي سفر وکړ

پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د ښوونځیو اداري، تدريسي او ښوونیز چاپېریال له نیږدې څخه وارزاوه. همدارنګه نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
Background image

د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی بادغیس ولایت ته ولاړ

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یادو سفرونو په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد. په پیل کې. . .

BACK TO NEWS