د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس تخار ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د پوهنې اړوندو مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه، تخار ولایت ته ورسېد. نوموړي د تخار له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسمعېل ابو احمد او د نورو کلیدي څانګو له آمرینو سره په کتنه کې، د خپل سفر د اساسي موخو د بیان ترڅنګ، د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. په پیل کې د پوهنې رئیس د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئيس ته د ښه راغلاست پر مهال ډاډ ورکړ، چې د پوهنې رياست به د دغه پلاوي د سفر د موخو د پلي کولو لپاره د لازمو آسانتياوو په برابرولو کې همکاري وکړي.