د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینيت پلاوي د ننګرهار ولايت د درهنور ولسوالۍ له ښوونیزو مرکزونو لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینيت پلاوي د ننګرهار ولایت درهنور ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له دوو ښوونیزو مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ، د مسلکي پراختیا د غړو له روزنیزو فعالیتونو او دندو څخه څارنه وکړه.
ياد پلاوي له پوهنې مسوولينو او علمي غړو سره د روزنیزو برنامو په اړه د خبرو سربېره، د ښوونیز کیفیت لا لوړوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
بل خوا سیمهییزو چارواکو د وزارت له مسوولينو څخه د هرکلي ترڅنګ، د ښوونیز بهیر لا ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
