د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د ارزګان ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۴
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د ارزګان ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل هیئت د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د  سپارښتنې په اساس، د ارزګان ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم معین صاحب د جهادي مدرسې له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب په جهادي مدرسه کې په یوه شانداره غونډه کې چې د نوموړي د هرکلي په مناسبت جوړه شوې وه،  ارزښتناکې خبرې وکړې، هغوی یې خپلو دندو ته متوجه کړل او هم یې د مدرسې د مسئولینو او استادانو علمي خدمات د قدر وړ وبلل او د علم او اخلاقي فضایلو د تعمیم په برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.
تر غونډې وروسته معین صاحب د یادې مدرسې د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، د مدرسې د چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS