د پوهنې وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳۱
14

د پوهنې وزارت له لوري، د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره، په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، مرکزي رئیسانو، د یو شمېر نورو وزارتونو معینانو او مسئولینو په حضور کې لاسلیک شول، چې په دې سره به یادې ادارې د علمي همکاریو نوی باب پرانیزي.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین، ټولو ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې په تړاو مفصله وینا وکړه او ویې ویل: پوهنې وزارت په خپل بې سارې اقدام کې د مرکزونو په شمول هغو لیرې پرتو سیمو ته هم ښوونیز او روزنیز چوپړونه رسولي، کوم چې د تېرې ادارې پرمهال ورته هېڅ ډول پام نه و شوی.

نوموړي زیاته کړه، په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت له پرمختګونو سربېره، نن ورځ د ۲۵ ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو لپاره هوکړه لیکونه لاسلیکوو، چې په حقیقت کې دا په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تر څو هر هېوادوال د علم او پوهې له رڼایۍ څخه برخمن شي.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین، د یاد وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکېدل خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلام په مبارک دین کې پر کتابت زیات ټینګارشوی؛ دا ځکه چې د ورځني ژوند د ټولو کړنو پرمختګونه د لیک لوست پر پیاوړتیا او تر لاسه کولو پورې تړلې دي.

په ورته مهال د یو شمېر نورو وزارتونو مسئولینو او علماءکرامو هم د لیک لوست د اغېزو او اهمیت په تړاو هراړخیزې علمي ویناوې وکړې او د ټولنې افراد یې د علم او پوهې تر لاسه کولو ته وهڅول.

په پای کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید او د هېواد د ۲۵ نورو وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازو ترمنځ د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د لایحو په رڼا کې د همکاریو دا ډول تړونونه به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نالوستو کسانو لپاره د سواد کچې لوړولو او تجربو شریکولو په برخه کې یو غوره فُرصت رامنځته کړي.

دغه پرتمینه غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS