د پوهنې وزارت محترم سرپرست د کابل ښار حبیبیې عالي لېسې له څلورنیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۴۶
سیبسی

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر کارپوهانو، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله، د حبیبیې عالي لېسې له څلورنیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست له اوومې تعلیمي حوزې مسئولینو سره تر ناستې وروسته، حبیبیې لېسې ته لاړ او د یاد ښوونځي د مسئولینو، استادانو او زده‌کوونکو له‌خوا له تود هرکلي سره مخامخ شو.

په پيل کې نوموړي د آزموینو جریان وڅاره او د زده‌کوونکو د ازموینو پارچې یې هم له نږدې وکتلې.

د پوهنې وزارت محترم سرپرست ښوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ارزونو پر مهال دې د زده‌کوونکو وړتیا، استعداد او لیاقت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی دې په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.

همداراز نوموړي زده‌کوونکي د علم او پوهې ترلاسه کولو ته وهڅول او ټینګار یې وکړ چې زده‌کوونکي باید درسونه یوازې د آزموینې لپاره نه، بلکې د خپلې علمي کچې لوړولو لپاره ولولي، تر څو د هېواد او ټولنې روښانه راتلونکې لپاره مؤثر خدمتګاران شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS