د پوهنې وزارت محترم سرپرست له لوري د کانکور ازموینې ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۴:۴۱
ooj

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې لسو تنو غوره زده‌کوونکو ستاینې مراسم، د پوهنې وزارت د سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، محترمو معینانو، د مقام د دفتر لوی رئیس، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د زده‌کوونکو د کورنیو په جضور کې ترسره شول.

مراسم د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط «حقاني» له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په خپله وینا کې د سږ کال کانکور ازموینې غوره زده‌کوونکو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: "تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست او ټول ملت ستاسو صادقانه خدمت ته سترګې په لار دی؛ ترڅو خپل هېواد د پرمختګ په لور سوق او بشپړ ځان بسیاینې ته ورسوئ. له همدې امله، دا اړینه ده چې تاسو د پوهې په ترلاسه کولو کې هڅې وکړئ او ځان د هېواد او ملت خدمت ته په صادقانه او بشپړ اخلاص سره ژمن وګڼئ."

نوموړي زیاته کړه: "د پوهنې وزارت ژمن دی چې د هېواد د مدارسو او ښوونځيو زده‌کوونکو ته لاډېرې تعلیمي اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي."

په ورته مهال د دیني او عصري علومو برخه کې د کانکور ازموینې دوو تنو غوره نمرو اخیستونکو هر یو احمد فیصل او سیدموسی په خپلو خبرو کې، د پوهنې وزارت او نورو اړوندو ادارو د قدرمن مشرتابه له هڅو څخه د مننې څرګندولو سربېره، د دوی استقامت، شپه او ورځ هڅې او د کورنیو او ښوونکو ملاتړ د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب سبب وباله.

همدارنګه هغه ستاینلیکونه او ډالۍ چې د وزارت لخوا د کانکور ازموینې ۱۰ تنو ممتازه زده‌کوونکو لپاره چمتو شوې وې، د وزارت محترم مشرتابه له لوري پر هغوی ووېشل شوې.

په پای کې غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم الحاج مولوي سخا‌ءالله «سعید» له لوري د خیر او فلاح مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS