د پوهنې وزارت محترم مقام او رهبرۍ لخوا، د مرکزي هستې یو شمېر رئیسان وستایل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۶
ظطظز

نن د پوهنې وزارت محترم مقام او رهبرۍ له لوري، د یاد وزارت ٢١ تنه مرکزي رئیسان د هغوی د اغېزناکو خدمتونو له امله وستایل شول.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق اغېزناکه وینا وکړه.
نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې د رسول الله ﷺ د دغه مبارک حدیث په استناد وویل: (هغه څوک چې د خلکو د احسان شکر نه ادا کوي، د الله تعالی شکر هم نه ادا کوي).
ښاغلي معین د یادو رئیسانو هڅې وستایلې او اړوندو مسئولینو ته یې د هغوی د ترسره کړو خدمتونو له امله مبارکي وویله او هغوی یې لا زیاتو، اغېزناکو او دوامدارو چوپړونو ته وهڅول.
همدارنګه، ستایل شویو رئیسانو د پوهنې له محترم مشرتابه څخه د دغه باور او ستاینې له امله خپله خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه چې، د پوهنې د پرمختګ او لا ښه خدمت لپاره به خپلو هڅو ته لا پسې دوام ورکړي.
د مجلس په پای کې د اسلامي زده کړو معین او د وزارت کفیل محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري رئیسانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

BACK TO NEWS