د پوهنې وزارت پلاوي د تخار ولايت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
![785](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-23_at_8.30.51_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معينيت پلاوی د ياد وزارت د خدماتو د رئیس سید حفیظ الله په مشرۍ، د تخار ولایت پوهنې ریاست د اداري او مالي چارو څخه د ارزونې په موخه، دغه ولايت ته په رسمي سفر ولاړ.
پلاوي ياد ولايت ته د خپل سفر موخه، د تدارکاتي چارو څارنه، د ورکړل شوې بوديجې د لګولو څرنګوالى، په نويو بستونو کې د ښوونکو ګمارلو پروسې ارزونه وبلله.
په هغه کتنه کې چې د پوهنې وزارت پلاوي د تخار ولایت له پوهنې رئیس سره درلوده، د دواړو لورو ترمنځ د ياد رياست پر تشکیلاتو، د بوديجې د لګښت، رغنيزو پروژو او د تدارکاتي مسايلو په اړه دوه اړخيزه تفصيلي بحثونه وشول.
په ورته مهال، پلاوي د ياد ولايت پوهنې رياست ته لارښوونه وکړه، چې د درسي موادو او نورو اداري وسايلو د کمښت په اړه خپل وړانديزونه چمتو او مرکز ته راولېږي.
په پاى كې د پوهنې وزارت پلاوي له پوهني مسئولينو سره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.