د پوهنې وزارت پلاوي په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۲۰
545

د پوهنې وزارت د ښوونکو د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي او د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي له لوري، د یاد ولایت په سنګتخت او بندر ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اړه له شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ څخه څارنه او بیاکتنه وشوه.

یاد پلاوي د ورکشاپ پرمختګ، د روزنې په پروسه کې د اړونده ټیم د کاري مېتودونو، د ښوونکو د فعال ګډون، د موادو وړاندې کولو کیفیت او د تعلیمي توکو کارول وارزول.

د لیدنې په جریان کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس ټینګار وکړ: "چې دغه ډول د پیاوړتیا پروګرامونه په ښوونځیو کې د تعلیمي او مدیریتي کیفیت ښه کولو کې کلیدي رول لوبوي او پوهنې ریاست ژمن دی چې د پوهنې وزارت لخوا د ټاکل شويو موخو سره سم داسې پروګرامونه پلي کړي."

د دې لیدنې پایلې ښیې چې ګډون‌والو د ورکشاپ په بحثونو کې په لېوالتیا سره برخه اخیستې وه او چمتو شوی محتوا د دوی د دندې له اړتیاوو سره سمه وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS