د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
بلزفدل

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړولو ۹ ورځني ورکشاپونه پیل شوي دي.
دغه ورکشاپونه چې په درېیو برخو کې تنظیم شوي دي؛ چاپېریالي ساینس، کمپیوټر او ریاضي مضمونونو ښوونکو لپاره به د ۶ ورځو لپاره او د کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د غیرمسلکي ښوونکو لپاره به د ۹ ورځو لپاره دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

BACK TO NEWS