د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۰:۵۱
د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

پکتیا

د مرستندویو بنسټونو استازو د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سره د لیدنې پر مهال د خپلو راپورونو د وړاندې کولو ترڅنګ په یاد ولایت کې د خپلو پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې د مرستو او د ښوونیز چاپیریال د برابرولو غوښتنه وکړه.
د پکتيا پوهنې رئيس د يادو ادارو له مرستو څخه مننه وکړه او د پوهنې په برخو کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او له یادو بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې ټولې ښوونیزې چارې د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
 همدا شان ښاغلي خالد تر خپل کنټرول لاندې د سیمه ییزو ښوونیزو بنسټونو د فعالیتونو پر څارنې ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ښوونکو او کارکوونکو په ټاکلو او ګمارلو کې دې د لیاقت اصول په پام کې ونیسي.
د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس وايي: د تعلیمي څارنې د کارکوونکو له خوا د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښوونځيو د څارنې لړۍ هره ورځ دوام لري.

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا؛ د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیزو چارو د ښه والي او پرمختګ په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو د یو شمېر ښوونځیو، دیني مدارسو او سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د نصابي او اداري فعالیتونو څخه په مرکز او د دې ولایت په  سیدکرم، لجه منګل، وزي ځدراڼ، ډنډ پټان، احمدخېلو، شواک، آریوب ځاځي، احمدآبا، جاني خېلو او ګردي څېړي ولسوالیو کې د ښوونیزو ادارو له مدیرانو او ښوونکو سره وکتل. او هغوی ته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

د پکتیا ولايت د لجه منګل ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي: د شاتو کلي دیني مدرسه له څو کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شو او د پوهنې د مسوولينو او ديني عالمانو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانيستل شو.
د پکتیا ولایت د ځدراڼو ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین وايي: د دې ولسوالۍ د شهید مفتاح العلوم الحنفیه مدرسې څخه ۱۱ تنه د قرآن کریم حافظان د حفظ له دورې څخه فارغ او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ستاینلیکونو وستایل شول.

پکتیا
د پاملرنې موسسې په مالي مرسته او د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ  د یاد ولایت د وزي ځدراڼ، شواک، زرمت او ګردې څېړۍ په ولسوالیو کې د همدې ادارې په ملاتړ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د ښوونکو لپاره ۱۲ ورځنی میتودیک سیمینار پیل شو.
دغه راز د یونیسف سیمه ییز دفتر کارکوونکو د متیه عالي لیسې پر زده کوونکو قلمونه او کتابچې هم ووېشلې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS