د پکتیکا ولایت د سیمه‌ییزو ټولګیو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړوالي په موخه سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۱:۳۱
رذزد

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ په پکتیکا ولایت کې د سیمه‌ییزو ټولګیو د ۸۰۰ تنو ښوونکو د ښوونیزو مېتودونو، تدریسي مهارتونو او مؤثرو ښوونیزو لارو چارو په اړه شپږ ورځنی مېتودیکي سیمینار د "مؤثرې ښوونې" تر سرلیک لاندې پیل شو.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د سیمینار د پرانیستنې په مراسمو کې وویل: "یاد سیمینار به د ښوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د تدریس کیفیت به لا پسې پیاوړی کړي او موږ هڅه کوو چې دا ډول علمي او ښوونیز پروګرامونه د پکتیکا ولایت ټولو سیمو ته پراخ کړو."

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS