د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي لپاره د اوبو رسولو سیسټم نصب شو
د پکتیکا ولایت شخېلاباد ولسوالۍ اړوند کاکابابا لومړني ښوونځي لپاره د څه باندې ۲۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو سیسټم جوړ او نصب شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د دغه سیسټم د نصب په برخه کې له مرسته کوونکي همکار بنسټ څخه مننه وکړه او له زدهکوونکو یې وغوښتل چې د خپل ښوونځي د تأسیساتو په ساتنه او پالنه کې پوره پاملرنه وکړي.
