د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۱:۵۶
فشرده چند خبر از ریاست معارف ولایت کابل

د ماشوم ساتنې موسسې سیمه ییزو کارکوونکو او د موسهي ولسوالۍ د پوهنې آمر د یادې ادارې له خوا له مرستو شويو پنځو ښوونځیو د اوبو رسولو له سیستم څخه لیدنه وکړه. د پوهنې مسوولینو د دې ادارې له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه.

د کابل پوهنې ریاست او د افغانستان د ماشومانو د ساتنې موسسې ګډ پلاوي د موسهي ولسوالۍ د ۶ بابه ښوونځیو د بیارغونې له کارونو څخه چې د یادې موسسې په مالي مرسته جوړیږي لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې د کاري بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د دارالقرآن له مدرسې څخه ۵۲ تنه د قرانکریم حافظان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د کابل د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو، استادانو او د زده کوونکو والدینو ګډون درلود.
ویناوالو فاضلانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د علم او پوهې پر ارزښت ویناوې وکړې.

د یونیسف سیمه ییز دفتر او د کابل ولایت د پوهنې ریاست د څارنې ګډې ډلې د یونیسف او OCCD له خوا د موسهي ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د ښوونکو لپاره له جوړ شوي میتودیک سیمینار څخه څارنه وکړه.

په دې وروستیو کې قاري شوکت الله د قرباغ ولسوالۍ د باریکاب د منځني ښوونځي د مدیر په توګه وټاکل شو او رسماً یې دنده پیل کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS