د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۳۰
د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د کابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې وزارت د څارونکو یوه پلاوي د دغه ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې د پوهنې آمریتونو د دندو او فعالیتونو ارزونه وکړه او پایلې یې مثبتې وارزولې.
دوی د خپلو څېړنو پایلې د دې ریاست له رئیس او کارکوونکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې شریکې کړې.
د کابل ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالحق حقاني د ياد بورډ له څېړنو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل؛ د چارو په پلي کولو کې د نیمګړتیاوو او قوي خواوو رابرسېره کول د پرمختګ ښه لاره ده.
د نوي ښوونیز کال (۱۴۰۲هـ .ل) د پیل په مناسبت د کابل ولایت په پغمان ماڼۍ کې شانداره مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د پوهنې رئیس، مشرتابه او د کابل ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکو، علماوو او یو شمېر لوړ پوړو مېلمنو ګډون کړی وو.
ويناوالو هر يو په خپل وار سره د قرآن او د اسلام د ګران پيغمبر (ص) د احاديثو له اړخه د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې خپل اولادونه له دغه الهي نعمت څخه بې برخې نه کړي.

د استالف ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر حزب الله حقاني د ولسوالۍ د مرکز اړوند د یعقوب شهید، عاطفه شهید له لیسو او همدارنګه سیف المدارس له دارالعلوم څخه یې لیدنه وکړه او د درسي بهیر د ښه والي په موخه یې ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
د میربچه کوټ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر مولانا محمد عیسی احمدي د دې ولسوالۍ له ولسوال قاري فدا محمد فدايي سره په ګډه د نسوان مرکز او پل سفیان لېسو د تدریسي او اداري چارو د څارنې پرمهال له زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونې او روزنې په برخه کې له دقت څخه کار واخلي او اسلامي اصول مراعات کړي.

د کلکان ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د آقاسرای لېسې او د صوفیات منځني ښوونځي اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او ښوونکو ته یې د ستونزو د حل په موخه مشورې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS