د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو تشکیلاتي جوړښت وارزول شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۳۴
یسبل

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ غونډه، د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو په خالي بستونو کې د نویو ښوونکو د ګمارنې او د تشکيلاتي اړتیاوو د ارزونې په موخه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو مسئولینو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو تشکيلات وارزول شول او په دغه برخه کې مسئولې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د یادو ریاستونو تشکيلاتي اړتیاوې وارزوي او د خالي بستونو توحیدي لېست دې مشخص او د نویو ښوونکو د چټکې ګمارنې په موخه دې راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

له هراړخېزو بحثونو وروسته، غونډه د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۲۲:۳۶
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د روان ۱۴۰۳ مالي کال د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د 6 قلمه توکو او تجهیزاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي غړو لپاره میتودیک سیمینار پيل شو

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "پېژندګلوۍ، لارښوونې او د فکرونو روښانتیا" میتودیک سیمینار جوړ شو.

د یاد سیمینار د پرانیستلو اساسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ، د یاد وزارت د منسوبینو، زده کوونکو او مراجعینو لپاره د شهادتنامو او نورو مهمو تحصیلي اسنادو لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو. . .

BACK TO NEWS