د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۴۱
dfgs

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پراچي کلي کې د معاذ بن جبل«رضی الله عنه» منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت د والي مولوي امين الله «عبيد»، پوهنې رئیس مولوي عبدالحق «حقاني»، سیمه ییزو مسئولينو، يو شمېر علماءکرامو اوقومي مخورو په ګډون کېښودل شوه.

پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد منځني ښوونځي د جوړېدو لپاره د یو همکار بنسټ له لوري ۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او په پلان کې ده چې د ښوونځي دغه نوې ودانۍ به له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۸ درسي ټولګي ولري.

د کابل ولایت والي او د پوهنې رئیس د خپلو خبرو پر مهال، د هېواد په پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې په برخه کې د پوهنې پر اهمیت د خبرو ترڅنګ، د هېواد په ټولو برخو کې د پوهنې وزارت د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په تړاو خلکو ته ډاډ ورکړ.

په ورته مهال يو شمېر علماءکرامو او د سيمې د خلکو استازو هم خبرې وکړې او په ياده ولسوالۍ کې يې د پوهنې وزارت او د کابل ولايت پوهنې رياست د پلانونو له پلي کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو د ساینس ستوري او ساینسي پروژو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

د ساینس ستوري او ساینسي پروژو هغه علمي سیالۍ چې څه موده مخکې د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د رسمي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، نن یې ممتاز زده کوونکي د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پراچي کلي کې د معاذ بن جبل«رضی الله عنه» منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت د والي مولوي امين الله «عبيد»، پوهنې رئیس مولوي عبدالحق «حقاني»،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، د یو شمېر کلیدي ادارو مسئولینو. . .

BACK TO NEWS