د کابل ښار ښوونځیو ته د راستنو شویو کډوالو ۳۰۰ تنه ماشومان جذب شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۴
78/

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، د راستنو شویو کډوالو له ۳۰۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې زده‌کوونکي د زده‌کړو دوام ته وهڅول او ویې ویل: ښوونه او روزنه دواړه یو له بل سره تړلي دي؛ اړینه ده، چې د دغو دواړو ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړو، تر څو د همدې لارې هېواد او خلکو ته زیاتې لاسته راوړنې او ویاړونه په برخه کړو.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار پوهنې ریاست تر دې وړاندې په ۱۸ پړاوونو کې له ۵۰۸۰ تنو راستنو شویو هېوادوالو څخه ازموینه اخیستې او هغوی یې د وړتیا له مخې د اړوندو ښوونځیو په مناسبو ټولګیو کې شامل کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS