رسنیز بلنلیک
د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیمالشان د حسن قرائت، سیرتالنبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زدهکوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولایت د محترم والي، یو شمېر استادانو او علماءکرامو په حضور کې یوه پرتمینه غونډه جوړه کړي.
وخت: د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادیالاول میاشتې ۱۶مه، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب له ۶مې نېټې سره سمون لري، د ماسپښین په ۱:۰۰ بجې;
ځای: کابل ښار، شاه دوشمشېره، د افغان ترک لېسې د غونډو تالار;
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د دغې پرتمینې غونډې په خبري پوښښ کې زموږ ملتیا وکړي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۱۸۳۳۶
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
