سرپل ولایت کې د ښوونکو د وړتیا لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسید

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴۰
اختتام سیمینار ده روزه ارتقای ظرفیت برای معلمان معارف سرپل

پوهنې وزارت، سرپل: د ښوونکو د وړتیا لوړونې لس ورځنی سیمینار چې د سرپل ولایت مرکز پورې اړونده ښوونځیو کې د ساینسي مضمونونو د ښوونکو لپاره جوړ شوی وو پای ته ورسید

یاد سیمینار څه موده مخکې د پوهنې ریاست له لوري د (NRC) ادارې په مالي مرسته جوړ شوی وو، چې مرکز پورې اړونده ښوونځیو څخه ۱۰۰ تنو ښوونکو د ریاضي، فیزیک، بیولوژي، کیمیا او چاپیریالیز ساینس په څانګو کې ګډون کړی و.

د سیمینار د پای په غونډه کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال سید عبدالقادر ایوبي د یاد سیمینار د جوړولو په برخه کې د (NRC) ادارې له مالي مرستې څخه مننه وکړه
او د زده کوونکو د زده کړې په برخه کې د سایسني تجربو پر اهمیت ټینګار وکړ، همداراز د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل څو،خپلې تجربې له زده کوونکو سره شریکې کړي، نوموړي هیله څرګنده کړه چې له یاد سیمینار څخه لاسته راغلې تجربې به له موږ سره په ۱۴۹۹ ښوونیز کال کې ډیره مرسته وکړي او په ښوونیز سیستم کې به د مثبت بدلون لامل وګرځي.

هیره دې نه وي چې د NRC) ( ښاغلې ادارې څه موده وړاندې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست اړوند( ۱۵۰) ښوونکو ته زده کړییز سیمینار جوړ کړی و.

د غونډې په پای کې د سیمینار ګډونوالو ته، له یاد سیمینار څخه د فراغت تصدیق پانې وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS