له بېلابېلو ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
له بېلابېلو ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

نیمزوز

د نيمروز پوهنې رياست وايي، چې د زرنج ښار د شهيد ګل محمد خان لېسې د شورا په مالي مرسته د يادې لېسې ١٤ درسي ټولګي بياځلې ترمیم کړي دي.
د دغه ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د يادې لېسې د مديريت او اداري شورا له کړنو څخه مننه وکړه او له نورو هېوادوالو يې وغوښتل، چې په دغه ډول نوښتونو سره د پوهنې په پرمختګ او بډاينه کې ونډه واخلي.

بلخ

د بلخ ولايت د تعلیمي څارنې کارکوونکو د مزارشريف ښار او د شورتېپې، شولګرې او حيرتان ولسواليو د يو شمېر ښوونځيو له ښوونیزو او اداري فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د يادو ښوونځيو له مديرانو او ښوونکو سره يې د ښوونیزو چارو د ښه والي په موخه خبرې وکړې.

غزني

د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د میروال د منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر فضل عمر فیضي وايي: د غزني د قرباغ ولسوالۍ د خلکو په زیار او نوښت د دې ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوي او دوی له خپلې شخصي بودجې څخه د دې پروژې ټول مالي لګښت ورکوي.

سرپل

د سرپل ولايت د پوهنې رياست د رقابتي ازموينې په پيلولو سره د اداري او ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د استازي په حضور کې د ۷ او ۸ بستونو لپاره له ٣٠ تنو څخه ازموينه واخيسته. چې له دې جملې څخه به ۱۶ تنه په خالي بستونو وګمارل شي.
 د مسوولينو د څرګندونو له مخې: دغه بهير په ارامه فضا کې په پوره عدالت او شفافیت سره ترسره شوه.

کاپیسا

د کاپیسا په حصه اول ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي مرسته د تعلیمي او روغتیايي موسسې له خوا شل بابه د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ټولګي جوړ شول.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولانا هدایت الله قاسمي د یونیسف ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره دغو ټولګیو ته واستوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS