له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
کندهار:
دکندهار ولايت د امر بالمعروف و نهی المنکر ریاست مسوولينو په دې ولايت کې یې د ښوونځيو له آمرینو سره غونډه وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل چې داسلام له احکامو سره سم خپل صورت او سیرت جوړ کړي او دا پیام دې تر نورو کارکوونکو او ښوونکو پورې هم ورسوي . هغوی وعده وکړه، چې تر خپله وسه به کوښښ کوي، چې دا پیام په ښه شکل سره تر نورو ورسوي.
د يو بل خبر له مخې:
د کندهار ولايت د پوهني رياست چارواکي وايي: د SHAO موسسې د دغه رياست د بشري سرچينو د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو پنځه ورځنى سيمينار جوړ کړ.
د کندهار د پوهني رياست د بشري سرچینو مدیر مفتي عبدالبصير زاهد د يادې ادارې له مسوولينو څخه د مننې پر مهال له ګډونوالو وغوښتل، چې د ننني سيمينار له زده کړو څخه سمه ګټه پورته کړي.
نیمروز:
د یونیسف موسسې ولایتي ادارې د دې ادارې په مالي لګښت د نیمروز ولایت د ښوونځیو میزونه ترمیم کړل.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د دغه رياست له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د نورو ستونزو ترڅنګ د زده کوونکو لپاره د مېزونو او څوکيو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دى. او هڅه کوي چې دا ستونزې د شریکو بنسټونو په مرسته حل کړي."
جوزجان:
د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا صبغت الله مجاهد وايي: د ماشومانو د ساتنې ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې هم د هلکانو او هم د نجونو د زده کوونکو لپاره ژمنۍ جامې، لوازم او د حفظ الصحې توکي ورکړل شول.
نورستان:
د نورستان ولایت د مرکز اړوند قومي مشرانو، دیني عالمانو او علماوو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره په لیدنه کې د ښاغلي مطمین د هلو ځلو د مننې په ترڅ کې د نوموړي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. ترڅو رسیده ګي ورته وشي.
