له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
مختصری از فعالیت های معارف ولایت

نورستان
 د کامدېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي مجيب الرحمن ثوبان او ورسره پلاوي په دې ولسوالۍ کې له يو شمېر لېسو د اداري او تدريسي مسايلو د څېړلو تر څنګ  په ياده ولسوالۍ کې د حمایوي دارالعلوم له ښوونيزو فعاليتونو څخه هم څارنه وکړه.
 په دې کتنه کې نوموړي د يادو بنسټونو له مسوولينو وغوښتل، چې د پوهنې د ودې او پرمختګ او د پوهنې د کيفيت د لوړولو لپاره کار وکړي.

میدان وردک
د میدان وردګو ولایت دايميرداد ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي سردار ولي مدقق د يادې ادارې له کارکوونکو سره ناسته وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د ښوونځيو ښوونيز فعاليتونه له نږدې وڅاري، ترڅو درسونه د اصولو او کاري پلانونو له مخې پر مخ ولاړ شي.

کندهار
د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمود احرار د دغه آمریت په اړوندو سيمو کې د سیمه ییزو زده کړو د ټولګيو لپاره د کتابچو د وېش له بهير څخه د څارنې ترڅنګ د بیت المال د وسایلو پر ساتنې ټینګار وکړ او زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول. او همدارنګه له ښوونکو یې وغوښتل چې خپل ورځني تدریسي چارې د جوړ شوي درسي پلانونو سره سم پرمخ یوسي.

لغمان
د قرغيو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرزاق سيار د دولتي او خصوصي مدارسو له مديرانو سره په کتنه کې له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد د بچيانو د درسونو د کيفيت او د زده کړې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

له همدې ولایت څخه بل خبر
د قرغیو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د زېړاني د نجونو د منځني ښوونځي تدریسي او اداري چارې وڅارلې، زده کوونکو ته یې نمونوي درسونه ورکړل او ښوونکو ته یې د ښوونیز وضعیت د ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS