له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۱۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

غزني

د ګيلان ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي نعمت الله شاکر د يادې ولسوالۍ د خصوصي مدارسو، دارالحفاظونو او يتيم خانو له مديرانو او مسوولینو سره ناسته وکړه او په ښوونیز ډګر کې یې د لوړو مقاماتو د فرمانونو او ښوونیز نصاب د پلي کېدو په هکله خبرې وکړې.
 په پای کې د غونډې ګډونوالو ته قرطاسیې او قرآن کریم ووېشل شول.

د يو بل خبر له مخې

 په ګيلان ولسوالۍ کې د يوه خصوصي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ياد ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې آمریت مسوولينو، ديني عالمانو او يو شمېر اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي قدرت الله جلالزي د همدې ولسوالۍ په يوه ولسي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې له ګډونوالو وغوښتل، چې ښوونځیو او دیني مدارسو ته د خپلو ماشومانو په لېږلو سره له پوهنې سره مرسته وکړي.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یوې کاري ناستې په ترڅ کې د دغه ریاست د بېلابېلو څانګو له آمرینو او مدیرانو سره د سږني کال د کلنیو ازموینو د ترسره کېدو د برنامې په باب بحث او خبرې وکړې.
 د پوهنې رئيس د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د يادو ازموينو لپاره لا له وړاندې لازم تدابير ونيسي، ترڅو د شته ستونزو مخه ونیول شي.

د الیشنګ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د نجیل کلي، دورې، احمدخان صافي او د میا عبدالکریم ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره یې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS