مولوي عبدالله عابد د پروان د ښوونکو روزنې ریاست سرپرست په توګه معرفي شو
د پروان ولایت د ښوونکو روزنې ریاست ته نوې سرپرست رئیس معرفي او کار یې پیل کړو.
په جوړ شوي مراسم کې، د ياد رياست پخواني رئيس زلمي شهید راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنگ مولوي عبدالله عابد ته د ښوونکو روزنې رياست رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به له خپلو لازمو کاري تجربو، طرحو او پلانونو په عملي کولو کې به له نوي مشرتابه سره هر اړخیزه همکاري کوو.
ورپسې پروان ولایت د پوهنې رئیس محمد حسن حقاني خبرې وکړې او مولوي عبدالله عابد ته یې مبارکي وویله او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د ښاغلي زلمي شهید د فعالیتونو ستاینه او مننه وکړه، هغه زیاته کړه، اسلامي نظام د معارف د ودې او پرمختګ لپاره غوره زمینه برابر کړي، او په دی اړه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پوهنې د ودې لپاره جدي هڅې وکړي.
غونډه د علم د پرمختگ په دعا ویلو سره پای ته ورسېده
