په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو برنامه جوړه شوه
په بامیان ولایت کې ۱۸۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د «اغېزناکې ښوونې او زدهکړې ترویج، د تنویرالافکار او پلان جوړونه» تر سرلیک لاندې اته ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
ټاکل شوې ده، د یادې برنامې ګډونوال د اغېزناکې ښوونې او زدهکړې ترویج، د تنویرالافکار او پلان جوړونې په برخو کې اړوند مهارتونه او موضوعات زده کړي.
