په بلخ ولایت کې د ۱۰۰ تنو علماوو او حافظانو پرتمینه فراغت غونډه ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۲۲:۷
22

د بلخ ولایت «امام مسلم دارالعلوم» له لویې دورې څخه ۸۵ تنه علماء کرام او ۱۵ تنه د قرآن کریم له حفظ دورې فارغ او د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې یې فراغت غونډه ترسره شوه.
په یادو مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې، علماوو شورا، محکمې رئيسانو، علماوو او د سيمه ييزو ادارو يو شمېر مسئولينو ګډون درلود.
د بلخ ولایات پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل او نورو ویناوالو هر یو د دیني علومو د زده کړې پر اهمیت او په ټولنه کې د اسلامي احکامو د پلي کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
همدارنګه نوموړي فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ، له دوی وغوښتل، تر څو د ټولنې په وړاندې خپل دیني او ملي مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي. 
له بلې خوا يو شمېر فارغانو د نورو په استازيتوب په ښوونیزه دوره کې د خپلو استادانو له هلو ځلو خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې د دیني علومو دزده کړې په برخه کې به د هېواد د راتلونکو نسلونو لپاره خپل ديني او ملي رسالت ترسره کړي.
غونډه پر ممتازو طلابو د ستاینلیکونو او ډالیو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS