په دايکنډي ولايت کې يو باب ښوونځی پرانيستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۴۹
11

د دايکنډي ولايت کيتي ولسوالۍ اړوند د شاليزار عالي لېسه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوه.

دغه لېسه د ياد ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار له لوري، د مسئولينو، علماوو او د سيمې د مخورو په حضور کې په رسمي ډول د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د دغه لېسې ودانۍ د يو مرستندويه بنسټ له خوا د ۳ ميليونه ۸۸۸ زره ۶۰۰ افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي له نورو اړينو ملحقاتو سره لري او په اساسي ډول سره جوړه شوې ده.

د ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د دايکنډي ولایت پوهنې رئیس د ياد ریاست د راتلونکي پلانونو او پروګرامونو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او د لېسې له پرسونل او زده کوونکو څخه یې وغوښتل، چې د خپل ښوونځي د تجهیزاتو ساتنې او ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي.

ځايي خلکو هم د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو آسانتياوو په برابرولو کې د پوهنې وزارت له پاملرنې ستاينه وکړه.

مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS