په سرپل ولایت کې د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۳۷
;l,mn

د پوهنې وزارت د چارواکو په وينا، د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند په اوقاف کلي کې د يو باب منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یادو مراسمو کې د پوهنې او نورو سيمه ييزو ادارو پر مسئولينو سربېره، علماوو او د سيمې د خلکو استازو ګډون کړى و. د دغه ښوونځی ودانۍ چې د یو همکار بنسټ په مالي مرسته د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره جوړېږي، په یو پوړ کې به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او د تدریس ټول اړین توکي ولري. د یاد ښوونځي د بنسټ په مراسمو کې د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د علم او پوهې اهمیت ته په اشارې سره وویل: دا د علماءکرامو مشوره وه، چې زموږ اولادونه دې زده کړې وکړي، خو اوس الحمدلله دغه ارمان پوره شوي دي. د سيمې خلکو هم د پوهنې رياست له پلانونو څخه ملاتړ وکړ او په خپل کلي کې يې د ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS