په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۲۳
12

د غزني ولایت مرکز اړوند « د سراج العلوم » په نوم د یوې دیني مدرسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د پوهنې مسئولين وايي: د يادې مدرسې ټول لګښت څه باندې ۳ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د حاجي نورمحمد د متدینې او علم پرورې کورنۍ له لوري تموېلیږي.

د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني وويل: یاده علم پروره کورنۍ غواړي، چې د دغه ديني مدرسې ودانۍ په ۳ جرېبه ځمکه کې کوم چې د سيمې د اوسېدونکو له خوا پوهنې ریاست ته وقف شوې ده، په دوو پوړونو کې چې ۱۲درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو محراب جومات، د پاکو اوبو څاه او نور اړین محلقات به ولري، جوړه کړي.

د پوهنې رئیس په ویناء، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د غزني ښار شاوخوا ۳۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS