په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۴۳
14

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په اصغر خېل کلي کې د يو باب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د ياد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو وویل: د رحيميه ديني مدرسه په يو جرېب ځمکه کې د مقر ولسوالۍ د پوهنې د يو تن مينه وال له لوري کېښودل شوه.

دغه دراز هغوی زياته کړه، چې دغه ديني مدرسه ۴ درسي ټولګي او يوه اداري خونه لري، چې د ۵ مېليونه افغانيو په لګښت سره به د خلکو په مالي ملاتړ جوړه شي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونيز نظام سره د خلکو د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS