په فاریاب ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د فاریاب ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ د عرب شاه پایان د نجونو لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي،علماوو، د دولتي ادارو د استازو او ښوونکو په حضور کې، د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شوه.
د فارياب ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله، د علم او پوهې حاصلول د هر انسان اساسي اړتيا وبلله او د ښوونځيو جوړول او ترميم يې د پوهنې د پرمختګ لپاره يو مثبت ګام وباله. نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د یادې ودانۍ د ساتلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې يې د پوهنې له رياست سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي ودانۍ پر شپږو درسي ټولګيو سربېره نور ملحقات لکه: تشنابونه، د برېښنا او د څښاک پاکو اوبو سيستم، احاطوي دېوال، ۱۰۸ پایې مېزونه اوڅوکۍ او يو سپورتي لوبغالی لري، چې دترمیم چارې یې د ناروې شاهي هېواد له لوري د۱۷.۳ میلیونه افغانیو په لګښت، د ډارټ دفتر په واسطه ترسره شوې دي.
