په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
نتانتس

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز کال د زده کړې او ودې په فرصت بدل کړو ترڅو مو د نن ورځې زده کړه د سبا ورځې د یو روښانه راتلونکي ضامن شي. علم او پوهه د یوې رڼا په څېر د انسان زړه او دماغ روښانه کوي، له بې لارۍ او مایوسۍ څخه یې ژغوري او خپلو موخو ته یې رسوي.  له بلې خوا ناپوهي داسې تیاره ده چې انسان له وېرې، خطر او خوارۍ سره مخامخ کوي. الله جل جلاله په قرآن کریم کې د پوه او ناپوه د توپیر په هکله داسې فرمایلي:
﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ ﴾  (( سورة الزمر: ۹ آیة))
ژباړه: ووایه برابر دي آیا هغه کسان چې پوهېږي، او هغه کسان چې نه پوهېږي.
همدارنګه الله جل جلاله  د علم ارزښت په اړه د قران کریم د بقرې سورې په ۳۱ آیت کې فرمایلي دي:
وَعَلَّمَ آدَمَ الۡأَسۡمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمۡ عَلَى ٱلۡمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِ‍ُٔونِي بِأَسۡمَآءِ هَٰٓؤُلَآءِ إِنْ كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ﴾  (( سورة البقره:۳۱ آیة))
ژباړه: او وښوول الله جل جلاله آدم علیه السلام ته نومونه د ټولو شیانو بیایې وړاندې کړل دا ټول شیان ملائکو ته بیائې وویل وښایاست ماته نومونه د دې که چېرته تاسې صادقان یاست.
همدا شان زموږ ګران پيغمبر  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم د علم ارزښت په اړه فرمایلي چې د انسان تر مړينې وروسته هم ورته  د هغه د ګټور علم  اجر او ثواب ورسیږي.
ژباړه: کله چې انسان مړ شي د درې څیزونو پرته د عمل ثواب یې قطع کېږي؛ جاريه صدقه، هغه علم چې ګټه ترې واخیستل شي او صالح اولاد چې دعا ورته کوي. (مشکوة المصابیح: ص۳۲)
پورته آیتونو او حدیث شریف ته په کتو سره دې پایلې ته رسېږو چې علم او پوهه د خپل ځان او خالق جل جلاله د پېژندنې وسیله ده، دا  هغه مهال شونې ده چې له علم سره عمل هم مل وي، د علم او پوهې تر لاسه کولو وروسته موږ ته ښایي چې د خپلو زده کړو په مټ د ټولنې د هوساینې،  سوکالۍ او د خپلو هېوادوالو او ملک د نیکمرغۍ لپاره کار او هلې ځلې وکړو.
قدرمنو والدینو! په نوي ښوونیز کال کې په ګډه د یوې لویې موخې د تر لاسه کولو په لور ګام پورته کوو تر څو د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره یو پرمختللی او په ځان بسیا ملک په میراث پرېږدو.  چې دې موخې ته د رسېدو لپاره د علم او پوهې د زده کړې پرته رسېدل ناشونې دي، ځکه د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د انسان په وجود کې بې شمېره فضیلتونه وده او عروج کوي لکه: ښه سلوک، له یو بل سره مرسته، عدالت، مرحمت، امانت پالنه، رښتینولي، صبر او زغم ، وفا، حیا، قوت، عاجزي، سخا، شجاعت او غښتلتیا چې په پایله کې د نېکمرغه ټولنې د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.
کله چې یاد اوچت خویونه د علم او پوهې د زده کړې په ځانګړې توګه د اسلامي زده کړې له برکته د انسان په وجود کې ځای ونیسي نو ښکاره خبره ده چې ظلم، جنایت، خرافات او نور ناوړه کارونه او دودونه به په ټولنه کې له منځه ځي، د باور فضاء رامنځ ته کېږي، ټول خلک په سوله او ورورګلوي کې ژوند کوي او په پایله کې د ټولنې د ودې او پرمختګ زمینه برابرېږي.  
درنو هېوادوالو!
د ملک په کچه په مدرسو او ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې لړۍ روانه ده، بېړه وکړئ خپل ماشومان په یادو ښوونیزو مراکزو کې شامل او د هغوی روښانه راتلونکې تضمین کړئ.

والسلام 
الحاج مولوي حبیب الله آغا
د پوهنې وزیر
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS