په لوګر ولایت کې د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته درې بابه درسي ټولګي جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۲:۲۴
sdfg
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» او ورسره مل پلاوی چې د لوګر ولایت د پوهنیزو چارو په ارزونه بوخت دی، د یاد ولایت مرکز اړوند د صالح محمد منځني ښوونځي په انګړ کې د دریو درسي ټولګیو د بنسټ په مراسمو کې ګډون وکړ.
د همدغو درسي ټولګيو پر جوړولو چې د دغه ولايت د یو تن علم پروره شخصیت حاجي ګل آاغا له خوا تمویلېږي، ټولټال ٣٦٠ زره افغانۍ لګښت راځي.
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس له پوهنې سره د مرسته کوونکو هېوادوالو له همکاریو مننه وکړه او له نورو شتمنو خلکو يې وغوښتل، چې د پوهنیز نظام سره مادي او معنوي مرستو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ښوونځى شاوخوا ١٤ کاله وړاندې تاسيس شوى او اوسمهال پکې ٦٥٠ تنه زده کوونکي زده کړې کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS