په لوګر کې د ۱۳۰ ښوونکو د وړتیا لوړونې روزنه پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۲:۴۳
په لوګر کې د ۱۳۰ ښوونکو د وړتیا لوړونې روزنه پیل شوه

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د نجونو او هلکانو د ۴۶ ښوونځیو د ۱۳۰ نارینه او ښځینه ښوونکو د وړتیا لوړولو روزنه پیل شوه. 
د یادې روزنې د پیل په مراسمو کې د پوهنې ښاري آمر مفتي مولوي ضیاء الحق ملنګ، د آی، آر، سي مؤسسې د پوهنې برخې مسؤل محمد منیر سمسور او ښوونکو برخه اخیستې وه. 
دا روزنیز پروګرام د پوهنې ریاست په پوره همغږۍ د آی، آر، سي مؤسسې له خوا پیل شوه، چې لس ورځې به دوام وکړي.     
په یاده روزنه کې ښوونکو ته په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لوړوالي په مؤخه د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د تدریس غوره لارې چارې ور ښودل کېږي، چې په دې روزنې سره به د ښوونځیو درسي کیفیت نور هم لوړ شي. 
په نوموړي روزنیز پروګرام کې ۶۰ نارینه او ۷۰ ښځینه ښوونکو برخه اخیستې ده ، چې ټول د مرکز پل علم اړوند د ۴۶ ښوونځیو ښوونکي دي.

د یادونې وړده،چې د لوګر د ښوونځیو ښوونکو ته له دې مخکې هم د ظرفیت لوړولو په برخه کې ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شوي، چې د ښوونکو د ظرفیتونو په لوړولو کې ډېر ګټور تمام شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS