په میدان وردګ ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۵
5145

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند د ساینسي مضمونونو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره ۱۲ ورځني روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول دي.

د یاد سیمینار په جریان کې به ښوونکي د پورته ذکر شویو مضمونونو په عملي تجربو بلد او د مسلکي ښوونکو تر څارنې لاندې به د پوهنې ریاست په مرکزي لابراتوار کې عملي روزنه ترلاسه کړي.

د پوهنې چارواکو په وینا، دا هڅې د ساینس څانګې د ښوونکو مسلکي کچې لوړولو لپاره کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو اړوندو ښوونځیو کې عملي او مؤثر تدریس ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو لخوا، د سوک‌وهنې ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنې په موخه، د پوهنې کلپ د ۲۱ تنو لوبغاړو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند د ساینسي مضمونونو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره ۱۲ ورځني روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په فزیک، ریاضي، کیمیا او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

په غور ولایت کې د روږدو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې کوروسونه جوړ شول

د غور ولایت پوهنې ریاست په نشه‌يي توکو روږدو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړل.

د یاد ولایت پوهنې چارواکو وویل: د ټولنې په اصلاح کې د سواد زده‌کړې رول ته په پام سره دغه ډول. . .

BACK TO NEWS