په غور ولایت کې د روږدو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې کوروسونه جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
سبسیر

د غور ولایت پوهنې ریاست په نشه‌يي توکو روږدو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړل.

د یاد ولایت پوهنې چارواکو وویل: د ټولنې په اصلاح کې د سواد زده‌کړې رول ته په پام سره دغه ډول کورسونه د هغو خلکو د زده کړې لپاره رامنځته شوي، چې مخکې په نشه‌یي توکو روږدي شوي وو.

د غور ولایت د روږدو کسانو د درملنې او پوهنې چارواکو، د پوهنې ریاست له دغه اقدام ستاینه وکړه او دا یې د ګډون‌والو د ذهني او فزیکي پیاوړتیا لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS