په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د ترمیم او تجهیز چارې ترسره شوې
د ننګرهار پوهنې ریاست وایي، د مرکز جلال آباد ښار د شینوارو ، شمس الدین مجروح ، عربانو او عبدالوکیل لېسو شوراګانو، ښوونکو او زده کوونکو له لوري، د پوهنې ریاست سره ۴۷ زره ۷۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده، چې یادې پيسې د ښوونځيو د دروازو په ترميمولو او د تخنيکي وسايلو په پېرلو لګول شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو له مرستو مننه کوي.