په هلمند ولایت کې د لوی مانده لومړنی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
بهره برداری متوسط لوی مانده در ولایت هلمند   به حمایت مالی دفتر ساحوی اداره یونیسف و همکاری تخنیکی مؤسسه LKRO در ولایت هلمند ، تعمیر مکتب لوی مانده ولسوالی نادعلی، ترمیم و بهره برداری سپرده شد. ترمیم این مکتب جمعا یک میلیون و ۸۰ هزار افغانی هزینه برداشته و کار ساخت و ساز آن‏را شرکت بست باستان در مدت سه ماه تکمیل نموده است. در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، رهبری و منسوبان ریاست معارف، مسئولان اداره‌ های محلی، علمای‎ کرام و اهالی روستای نادعلی اشتراک نموده بودند.  رهبری ریاست معارف هلمند علی‌الرغم

د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي ملاتړ او په هلمند ولایت کې د LKRO مؤسسې په مرسته د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې ښوونځي په بیارغونه کې ټولټال یو میلیون او ۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د جوړېدو چارې یې د بست شرکت له لوري د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
په همدې مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنې ریاست مشرتابه او مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو استازو، علماوو او د نادعلي د سیمې خلکو برخه اخیستې وه.
د هلمند د پوهنې ریاست مشرتابه له مرستندویو ادارو څخه د مننې ترڅنګ له مسئولینو، ښوونکو او د منځني ښوونځي له زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونځي ساتنې ته پام وکړي او له والدینو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
د يادونې وړ ده، چې د پوهنې په برخه کې مرستندویو ادارو په هلمند ولايت کې د شاوخوا ٥٠ ښوونځيو د بيارغونې چارې بشپړې کړي او د ٤٥ نورو ښوونځيو د بيارغونې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS