په هلمند ولایت کې ۱۵ ښوونځي جوړېږي
د هلمند د پوهنې ریاست مسئولین وایي: د جاپان هېواد jica مؤسسه په پام کې لري، چې د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ ښوونځي جوړ کړي.
د یادې مؤسسې سیمه ییز انجینران د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد عوض انصاري سره د دې پروژې د څرنګوالي په ترڅ کې وویل، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې به ۱۰۰ تر ۱۳۵میلیونه افغانیو پورې لګښت راشي، چې د حلقوي دیوالونو او د اوبو او برېښنایي سیستم په لرلو سره په معیاري او اساسي ډول ورغول شي او د جوړېدو چارې به یې د ۱۴۰۲ هـ.ل روان کال تر پایه پورې بشپړې شي.
د هلمند ولایت د پوهنې رئیس د جاپان هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او له نورو مرستندویو بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
