پکتیکا کې له یو شمېر ښوونځیو سره مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ له پنځو ښوونځیو سره د سیمهییزو خلکو له لوري د ښوونیزو چارو په بېلابېلو برخو کې د ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.
د یادې مرستې موخه د ښوونیز کیفیت لوړول او د زدهکوونکو د اړتیاوو پوره کول بلل شوي دي.
