لغمان کې ۷۸ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت ـ لغمان : ـ د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۷۸ تنو ښځینه قراردادي ښوونکو ته د ښځه په اقتصادي چاروکي د موسسي له لوري د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي.
د لغمان د پوهنې ریاست اداری اومالی امر صلاح الدین خالد د یاد ورکشاپ د جوړېدو له امله د ښځه په اقتصادي چارو کې د ادارې څخه مننه وکړه او دا ډول ورکشاپونه یې د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ګټور وبلل.
همداراز دسویډن موسسی په ولایتی دفتر کی ٢٢ تنودمرکزی ښوونځیوښوونکو ته څلورورځنی ورکشاپ دصحت او سواد په برخه جوړشو چی په ښوونځیو کې به دروغتیا په اړه رضاکار په توګه کاروکړی.
