د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پيل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۹:۵۲
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پيل شوه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې په  ګډون د ۲۳ ښوونځيو ۵۰ ښوونکو ته د تجربوي زده کړو روزنه پيل شوه. 


په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې،چې د ناظر کلا په منځني ښوونځي کې جوړه شوې وه د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مدير ښوونمل قاري محمد يعقوب اورمړ او د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمريت استازو برخه اخيستې وه.


دا لس ورځنۍ روزنه، د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت د کدري او مسلکي استادانو له خوا ور کول کېږي. 


په دغه روزنه کې،ښوونکو ته د ساينسي او رياضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په اړه عملي زده کړې ور کول کېږي، څو د هغوى علمي او مسلکي سويه لوړه شي. 


د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز وايي، چې د برکي برک، څرخ،محمدآغې، خروار او ازرې ولسواليو ښوونکو ته يې هم ورته روزنيز پروګرامونه ترتيب کړي دي.

هغه زياته کړه،چې د يادو روزنيزو پروګرامونو له لارې به د ساينسي او رياضي مضمونونو    ۱۸۵نور ښوونکي هم وروزل شي. 


د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په لوګر کې  د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي په  ياده برخه کې روزل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS