د دولسم ټولګي فارغانو د نتایجو د جدولونو د بریښنایي کولو ملي پروسه پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۰:۲۵
و السلام  د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

یاده پروسه د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتایجو رياست په نوښت او زيار د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا،  د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد، د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخېل، د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ګڼ شمېر رئیسانو، آمرینو، مدیرانو او کار کوونکو ګډون درلود.
مراسم د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول. په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین وینا وکړه او ویي ویل چې د نتایجو او شهادتنامو په برېښنایي کولو سره به د زده کوونکو د حقونو ساتنه وشي، تعليمي اسناد به یې له خطرونو څخه وساتل شي، وخت به یې نه ضایع کېږي او د جعل مخنيوی به وشي.
ورپسې د سرچینو او ادارې معین د شهادتنامو د برېښنایي کولو د پروسې د ارزښت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصيلي وینا وکړه. وروسته د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي صبغت الله وصیل د يادې پروسې په اړه وضاحتي وينا وکړه او زیاته یې کړه چې د دې پروسې د پر مخ بیولو لپاره به ۲۰ تنه مسلکي کارکوونکي وګمارل شي، په دې دېټابیس کې به د پوهنې وزارت له ۱۳۱۹ ـ  ۱۴۰۱ هـ .ل کلونو پورې د زده کوونکو د دولسم ټولګي شهادتنامې شتون ولري. د مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د وزير صاحب او معین صاحبانو له لورې څو تنو زده کوونکو ته شهادتنامې او په ولایتونو کې د شهادتنامو مدیرانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
  غونډه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر صاحب له لورې د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS