له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۰:۵۹
مجموعه چند خبر کوتاه از ریاست های معارف ولایات کشور

لغمان
د مهترلام ښار د تعلیمي څارنې آمر قاري صدیق الله طارق او ورسره مل پلاوي د کتاب جای عالي لېسې د آمر د معرفي کولو ترڅنګ د روښان لېسې له اداري او تدریسي چارو هم څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د ښوونځیو د نظم او ډسپلین د ساتلو او د پوهنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

پنجشیر
د پنجشېر ولایت د پوهنې رئیس مولانا غلام ایشان حماس د امیرالمومنین د فرمان پر اساس له خپل موټر او د دې ریاست د کارکوونکو له موټرو څخه تورې ښېښې لري کړې. او له ټولو یې وغوښتل ترڅو دا کار ترسره کړي.
جوزجان
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمدطاهر جواد د يوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د رزاب ولسوالۍ لرو پرتو ښوونځيو او دیني مدارسو ته لاړ او د دغې ولسوالۍ د ښوونځيو او دیني مدارسو د ښوونيزو فعاليتونو څخه يې څارنه وکړه .
نوموړي زياته کړه: د دې سفر موخه د پوهنې ریاست او د درزاب ولسوالۍ د سپین ږیرو، کليوالو او اوسېدونکو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول وو.

نورستان
د نورستان ولايت د پوهنې رياست وايي: په دې وروستيو کې د برګمټال ولسوالۍ د نيک موک په کلي کې يو منځنى ښوونځى چې کلونه کلونه پوځيانو ترې ګټه پورته کوله، بېرته د زده کړو په مرکز بدل شوی او اوس د دغه ځاى ماشومان زده کړې پکې کوي.

سرپل
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره د یوې کاري غونډې په ترڅ کې هغوی ته لارښوونه وکړه، چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې دې لا زیات کار وکړي.
نوموړي دغه راز له علماوو او د زده کوونکو له والدينو وغوښتل، چې په ښوونځيو کې د خپلو ماشومانو شاملولو سره له پوهنې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS