د DRC موسسې مرستیال د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۸:۴۱
د DRC  موسسې مرستیال د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د DRC  موسسې مرستیال احمد ضیاء مایار د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره په لیدنه کې لومړی د یادې موسسې په فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې دغه موسسه د نړۍ په ۴۰ هیوادونو کې فعالیت لري، له ۱۹۹۸م کال را هیسې یې په افغانستان کې هم فعالیت شروع کړیدی، د اوس لپاره د افغانستان په ۸ ولایتونو د دوی ۳۵مسلکي ټیمونه د ماین پاکي چارې سرته رسوی. نوموړي زیاته کړه چې یاده موسسه د ماین پاکي او په دې اړه د عامه پوهاوي، ټولنیز مصئونیت، په بیړنیو حالاتو کې له پېښو څخه اغیزمن شویو خلکو ته د مرستې رسولو، اقتصاد او روغتیا په ډګرونو کې فعالیت لري.
د پوهنې سرپرست وزیر د یادې موسسې فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت چمتو دی چې په ښوونځیو او نورو تعلیمي مراکزو کې د ماینونو په اړه د یادې موسسې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته زمینه مساعده او په دې برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS